که ګُلستان او که صحرا لټووم
تا پسې ګرځمه او تا
لټووم
دا بې خودي ده که دَ
خود انتها
چې پۀ هر څۀ کښې ستا رضا لټووم
ستا دَ تيارو زُلفو
دُعا اخلمه
ستا دَ جبين پۀ رڼا تا لټووم
ستا پۀ هوښيارو
سترګو ژوند سپارمه
خپل لېوني زړۀ له دوا لټووم
سپرلے خوَرې زُلفې
ورېځې کاسې
زۀ پۀ ښائست پسې دُنيا لټووم
0 Comments
Post a Comment