دَ درد پۀ دار مې دَ کاکل خبرې هېرې نۀ دي
ما نه پۀ غم کښې دَ غزل خبرې هېرې نۀ دي
خور شوے ذهن مې راغونډ نۀ شو پۀ
هېڅ خبره
چې مې دَ هغه خور اوربل خبرې هېرې نۀ دي
پۀ هر تکل بېخوده هره اندېښنه مې خوب شي
زما دَ سر ستا دَ څنګل خبرې هېرې نۀ دي
څۀ که زما ويران نظر ئې حېراني ذياته کړه
دَ هغه سترګو دَ توکل خبرې هېرې نۀ دي
بيا مې پۀ بل قسم پۀ بله وعده مۀ تېر باسه
ما نه ړومبۍ وعده اول خبرې هېرې نۀ دي
خلقو دَ زمکې څۀ دستور و اقتدار وخيستو
پُښتنو ستا سو دَ ازل خبرې هېرې نۀ دي
يارانو هغسې صابر يم دَ اخلاص او وفا
لا خو مې ستاسو ډَ محفل خبرې هېرې نۀ دي
0 Comments
Post a Comment