اورم چې سپرلي راځي
ښکاري چې ساقي راځي
مونږ د محبت د ښار
مونږ له زندګي راځي
دا ګودر په تا اباد
تـــا له لیوني راځي
عشق داسې په نښه کړم
غم چې چرته وې راځــي
وار وکړه لږ صبر شه
غمه! خوشحالي راځي
دا د زړونو لوبې دي
دې کښې تباهي راځي
خاورې به یُو مړه به یُو
ښکلي چې راځي ،راځي
دلته کښې صابر مئین
دلته خو که مري راځي
صاحب شاه صابر