که ستا پۀ سترګو کښې دَ حُسن دَ ځوانۍ نشه ده
زما پۀ زړۀ کښې هم دَ مينې دَ مستۍ نشه ده
څۀ زما مينه پُښتنه
دَ چا غرور نۀ منې
څۀ مې پۀ سترګو کښې ساقي ستا دَ يارۍ نشه ده
څۀ ستا دَ زُلفو دَ
بوئي څۀ زما دَ وينو دَ رنګ
پۀ هر يو ګُل خوره دَ نوې زندګۍ نشه ده
پۀ دې خيالونو کښې
نوې سپرلي خوب دېره دے
پۀ دې سرونو کښې دَ ژوند دَ ازادۍ نشه ده
چې دَ صابر دَ جنون
هم اخلي خراج دَ حسن
ستا پۀ هوښيار نظر کښې څومره لېونۍ نشه ده
0 Comments
Post a Comment