ستا مړوندونو ته مې لاس نۀ رسي
دَ خوب خيالونو ته مې لاس نۀ رسي

دَ زړۀ کاسه کښې دَ زړۀ وينې څښمه
ساقي جامونو ته مې لاس نۀ رسي

دَ زړۀ غوښتنې مې پۀ زړۀ پاتې شي
دَ بامونو ته مې لاس نۀ رسي

پۀ خپل تار تار ګرېوان مې زړۀ وسوځي
دَ چا لاسونو ته مې لاس نۀ رسي

وړو غمونو خوشحالي رانۀ کړه
لويو غمونو ته مې لاس نۀ رسي

ستا پۀ تکل تر ستورو ورسېدم 
خو ستا خالونو ته مې لاس نۀ رسي

صابر ډېر چې دې پۀ زړۀ ورېږي
هغه ګُلونو ته مې لاس نۀ رسي