دَ ژوند خواږۀ ،دَ درد عذاب غواړمه
پۀ زړۀ دَ يار دَ مخ عتاب غواړمه
دَ شرابي سترګو دَ حُسن پۀ نوم
سرې غوَښې زړۀ کباب کباب غواړمه
دَ خپل احساس دَ پرهر خلۀ پرانيزم
دَ هغه ښکلې مخ ګُلاب غواړمه
تا ته چې ګورمه شراب څۀ کووم
تا چې ونۀ وينم شراب غواړمه
اقرار که نۀ وي نو انکار خو دې شي
سوال درنه نۀ کووم جواب غواړمه
ساقي دَ مينې دَ مستۍ پۀ جام کښې
نۀ حساب منم نۀ حساب غواړمه
چې دَ احساس دَ زړۀ زخمونه ويښ کړي
هغه نغمه هغه رباب غواړمه
صابر ژوند ته چې شوخي ورکوي
هغه غم هغه اضطراب غواړمه
0 Comments
Post a Comment