Dr. Sahib Shah Sabir



څۀ مې دَ خوږ زړۀ درزا څۀ مې دَ زخمونو څړيکي

دَ بې وسۍ پۀ در کښې ژاړم دَ دردونو څړيکي


چې پرېکولې ئې دَ ګُلو دَ غُونچو نه ژبې
اوس خو به اوري دَ وږمو دَ پرهرونو څړيکي



چرې به تندر خو دَ ظلم پۀ ماڼو پرېوځي
دَ چا زړۀ چاؤدې اسويلي دَ چا دَ زړونو څړيکي



په ژوند دَ حُسن دَ سپرلي دَ راتلو زېرے کوي
دَ ماښامونو زړۀ چاؤدون دَ سحرونو څړيکي



دَ محلونو پۀ مړۀ خندا کښې پټه نۀ شوه
دَ وږو تږو دَتنکو تنکو ويرونو څړيکي



لرې بۀ نۀ وي چې اودۀ زړونه راولړځوي
پۀ دې دردونو کښې راغونډې دَ عمرونو څړيکي


دَ نيمي شپې دَ خاموشۍ دَ سر غرور ماتوي

دَ انتظار دَ شوګيرو ځپلې زړونو څړيکي