څۀ دَ جانان څۀ دَ سپرلي دَ ښکُلي خيال پۀ خوږو
خو نازولے زړۀ مې لوئے کړو دَ جمال پۀ خوږو
ياران دَ شال او دَ
شړۍ دَ فرق خبرې کوي
مونږ دَ شړۍ پۀ خوَند خبر شو نۀ دَ شال پۀ خوږو
دوئې به پر څو څښې
دَ ژوندون دَ حسن شهد په لپو
مونږ به تر کومې مطمئين اوسو دَ سوال پۀ خوږو
هغوئې دَ مينې دَ
وفا تقاضې څۀ پېژني
کوئې شوي دَ اځساس دَ استصحال پۀ خوږو
که دَ حالاتو سترګې
هر څومره ترخې وي اشنا
ما دَ ژوندون شپې ورځې خوږې کړې ستا دَ خيال
پۀ خوږو
0 Comments
Post a Comment