چې احساس دَ نازينيو پرې اباد شو
دَ زړۀ وران کلے مې بيا حُسن اباد شو
ډېر خلوص مې وفا
څومره ناديدۀ کړه
چې پۀ هر پۍ مخي ګران هر ښکلے داد شو
يوه
لحظه مې مړ،پۀ بل ژوندے کړي
ستا نظر هم مسيحا شو هم جلاد شو
دَ
حالاتو شيريني به ترې قُربان شي
خو که چا تېشۍ پۀ ګوتو کړې فرهاد شو
پۀ
محلت دَ فتوی ګرو رقيبانو!!!!
دَ ياد نوم اخيسته کُفر شو الحاد شو
دَ
ستم دَ امن کور کښې زلزله شوه
دَ توئ شوې وينې هر څاڅکے فساد شو
0 Comments
Post a Comment