هغه زما دَ زړۀ دُنيا کښې اوسي
څۀ لېونۍ ده پۀ صحرا کښې اوسي
دَ وطن ټول ښکُلي پۀ ښار دېرۀ دي
مئينان هسې پۀ بېديا کښې اوسي
ستا دَ نظر نمر به دَ چا پۀ کور وي
څوک بختور به پۀ رڼا کښې اوسي
زړۀ مې دَ درد بله ديوه ګرځوي
خيال مې دَ زُلفو پۀ سودا کښې اوسي
ستا دَ ښائست دَ ګُل سندرې وائي
دَ زړۀ بلبل مې پۀ هوا کښې اوسي
دَ بڼو سيورے ئې پۀ ستورو رَپي
ياد ئي زما دَ زړۀ درزا کښې اوسي
صابر که هر ځائے کښې وي هېر دې نۀ شي
ستا پۀ تکل ستا پۀ سودا کښې اوسي
0 Comments
Post a Comment