Showing posts from July, 2019Show all

زېرے دَ حُسن دَ سپرلي ورکوه

زېرے دَ حُسن دَ سپرلي ورکوه زړۀ ته څۀ خو تسلي ورکوه ساقي پۀ سوي زړۀ مې اور بل نۀ شي خو ته مې لږه بې خودي ورکوه ستا پۀ مئين دَ څۀ پېرزو خو سهي خېر که ګُل نۀ وي ، ازغي ورکوه زما خيالونو ته دَ خيال پۀ نظر نوې رڼا ، نوې مستي ورکوه کله نا کله دې… Read more

دَ ګُل ځواني دَ ګُلبدن جولۍ کښې نۀ ځائېږي

دَ ګُل ځواني دَ ګُلبدن جولۍ کښې نۀ ځائېږي ستا دَ ښائيست سپرلے دَ فن جولۍ کښې نۀ ځائېږي ستا دَ هوښيارو لېونو سترګو دَ حُسن ډيوې دَ عقل و هوش دَ انجمن جولۍ کښې نۀ ځائېږي مونږه خړوب کړه دَ زلمو زړونه پۀ ګرمو وينو اوس به ګُلونه دَ ګُلشن جولۍ کښې نۀ ځائېږ… Read more

څۀ دَ جانان څۀ دَ سپرلي دَ ښکُلي خيال پۀ خوږو

څۀ دَ جانان څۀ دَ سپرلي دَ ښکُلي خيال پۀ خوږو خو نازولے زړۀ مې لوئے کړو دَ جمال پۀ خوږو ياران دَ شال او دَ شړۍ دَ فرق خبرې کوي مونږ دَ شړۍ پۀ خوَند خبر شو نۀ دَ شال پۀ خوږو دوئې به پر څو څښې دَ ژوندون دَ حسن شهد په لپو مونږ به تر کومې مطمئين اوسو دَ … Read more

چې احساس دَ نازينيو پرې اباد شو

چې احساس دَ نازينيو پرې اباد شو دَ زړۀ وران کلے مې بيا حُسن اباد شو ډېر خلوص مې وفا څومره ناديدۀ کړه چې پۀ هر پۍ مخي ګران هر ښکلے داد شو يوه لحظه مې مړ،پۀ بل ژوندے کړي ستا نظر هم مسيحا شو هم جلاد شو دَ حالاتو شيريني به ترې قُربان شي خو که چا تې… Read more

نۀ مې ساقي نۀ مې شراب يادېږي

نۀ مې ساقي نۀ مې شراب يادېږي ما ته دَ يار دَ مخ ګُلاب ياديږي څوک چې پاکي دَ پرښتو ياده کړي مونږ ته جانان خانه خراب ياديږي پۀ خاموشۍ کښې مې نغمې خوښې دي پۀ تنهايۍ کښې مې رباب ياديږي زمونږ مئينو پۀ مسلک کښې خو ژوند ځواني،مستي،حسن،شباب ياديږي … Read more

ستا مړوندونو ته مې لاس نۀ رسي

ستا مړوندونو ته مې لاس نۀ رسي دَ خوب خيالونو ته مې لاس نۀ رسي دَ زړۀ کاسه کښې دَ زړۀ وينې څښمه ساقي جامونو ته مې لاس نۀ رسي دَ زړۀ غوښتنې مې پۀ زړۀ پاتې شي دَ بامونو ته مې لاس نۀ رسي پۀ خپل تار تار ګرېوان مې زړۀ وسوځي دَ چا لاسونو ته مې لاس نۀ … Read more

که ګُلستان او که صحرا لټووم

که ګُلستان او که صحرا لټووم تا پسې ګرځمه او تا لټووم دا بې خودي ده که دَ خود انتها چې پۀ هر څۀ کښې ستا رضا لټووم ستا دَ تيارو زُلفو دُعا اخلمه ستا دَ جبين پۀ رڼا تا لټووم ستا پۀ هوښيارو سترګو ژوند سپارمه خپل لېوني زړۀ له دوا لټووم سپرلے خوَ… Read more

که ستا پۀ سترګو کښې دَ حُسن دَ ځوانۍ نشه ده

که ستا پۀ سترګو کښې دَ حُسن دَ ځوانۍ نشه ده زما پۀ زړۀ کښې هم دَ مينې دَ مستۍ نشه ده څۀ زما مينه پُښتنه دَ چا غرور نۀ منې څۀ مې پۀ سترګو کښې ساقي ستا دَ يارۍ نشه ده څۀ ستا دَ زُلفو دَ بوئي څۀ زما دَ وينو دَ رنګ پۀ هر يو ګُل خوره دَ نوې زندګۍ نشه ده … Read more

دَ ژوند خواږۀ ،دَ درد عذاب غواړمه

دَ ژوند خواږۀ ،دَ درد عذاب غواړمه پۀ زړۀ دَ يار دَ مخ عتاب غواړمه دَ شرابي سترګو دَ حُسن پۀ نوم سرې غوَښې زړۀ کباب کباب غواړمه دَ خپل احساس دَ پرهر خلۀ پرانيزم دَ هغه ښکلې مخ ګُلاب غواړمه تا ته چې ګورمه شراب څۀ کووم تا چې ونۀ وينم شر… Read more

پۀ فطرت کښې مې مستي ده اضطراب دے

پۀ فطرت کښې مې مستي ده اضطراب دے چې مې خُوږ پۀ مېخانۀ زړۀ پۀ ګُلاب دے دَ ځوانۍ او دَ سپرلي خطا دَ خېر ده پۀ دې ورځو کښې دَ شُونډو څښل ثواب دے پۀ ګردش پۀ حرکت کښې هسې نۀ يم دَ موسم پۀ طبيعت کښې انقلاب دے دَ ګُّناه دَ نعمتونو خبر نۀ شو پۀ واعظ او… Read more

ستا دَ جبين دَ تماشو نه لوګے

ستا دَ جبين دَ تماشو نه لوګے ژوند مې دَ حُسن دَ ورشو نه لوګے سپرلے دې ستا دَن پېغلتوبه زار شي ګُلونه ستا دَ اننګو نه لوګے پۀ زړۀ ګُلونه هم ازغي وروي ستا دَ نظر دَ پسرلو نه لوګے ستا دَ قامت سيورے پۀ سر غواړمه ستا دَ رُخسار دَ سرو غرمو نه لوګے … Read more

زۀ دَ خزانه بلد زۀ دَ پسرلو خبر يم

زۀ دَ خزانه بلد زۀ دَ پسرلو خبر يم زۀ دَ ګُلونو سترګې زۀ دَ ګُلستان نظر يم زما پۀ تمه دَ حالاتو دَ احساس محبوبه زۀ منزل انتظار زۀ دَ قافلو سفر يم زما نصيب دَ غم صحرا او دَ درونو رمې زۀ دَ شپونکي نظر لوئے شوے دَ احساس پۀ غر يم تۀ دَ نفرت تۀ دَ غرو… Read more

دَ درد پۀ دار مې دَ کاکل خبرې هېرې نۀ دي

دَ درد پۀ دار مې دَ کاکل خبرې هېرې نۀ دي ما نه پۀ غم کښې دَ غزل خبرې هېرې نۀ دي خور شوے ذهن مې راغونډ نۀ شو پۀ هېڅ خبره چې مې دَ هغه خور اوربل خبرې هېرې نۀ دي پۀ هر تکل بېخوده هره اندېښنه مې خوب شي زما دَ سر ستا دَ څنګل خبرې هېرې نۀ دي څۀ که زما … Read more

هغه زما دَ زړۀ دُنيا کښې اوسي

هغه زما دَ زړۀ دُنيا کښې اوسي  څۀ لېونۍ ده پۀ صحرا کښې اوسي دَ وطن ټول ښکُلي پۀ ښار دېرۀ دي مئينان هسې پۀ بېديا کښې اوسي ستا دَ نظر نمر به دَ چا پۀ کور وي څوک بختور به پۀ رڼا کښې اوسي زړۀ مې دَ درد بله ديوه ګرځوي خيال مې دَ زُلفو پۀ سودا کښې او… Read more