زېرے دَ حُسن دَ سپرلي ورکوه

زېرے دَ حُسن دَ سپرلي ورکوه زړۀ ته څۀ خو تسلي ورکوه ساقي پۀ سوي زړۀ مې اور بل نۀ شي خو ته مې لږه بې خودي ورکوه ستا پۀ مئين دَ څۀ پېرزو خو سهي خېر که ګُل نۀ وي ، ازغي ورکوه زما خيالونو ته دَ خيال پۀ نظر نوې رڼا ، نوې مستي ورکوه کله نا کله دې… Read more

دَ ګُل ځواني دَ ګُلبدن جولۍ کښې نۀ ځائېږي

دَ ګُل ځواني دَ ګُلبدن جولۍ کښې نۀ ځائېږي ستا دَ ښائيست سپرلے دَ فن جولۍ کښې نۀ ځائېږي ستا دَ هوښيارو لېونو سترګو دَ حُسن ډيوې دَ عقل و هوش دَ انجمن جولۍ کښې نۀ ځائېږي مونږه خړوب کړه دَ زلمو زړونه پۀ ګرمو وينو اوس به ګُلونه دَ ګُلشن جولۍ کښې نۀ ځائېږ… Read more

څۀ دَ جانان څۀ دَ سپرلي دَ ښکُلي خيال پۀ خوږو

څۀ دَ جانان څۀ دَ سپرلي دَ ښکُلي خيال پۀ خوږو خو نازولے زړۀ مې لوئے کړو دَ جمال پۀ خوږو ياران دَ شال او دَ شړۍ دَ فرق خبرې کوي مونږ دَ شړۍ پۀ خوَند خبر شو نۀ دَ شال پۀ خوږو دوئې به پر څو څښې دَ ژوندون دَ حسن شهد په لپو مونږ به تر کومې مطمئين اوسو دَ … Read more

چې احساس دَ نازينيو پرې اباد شو

چې احساس دَ نازينيو پرې اباد شو دَ زړۀ وران کلے مې بيا حُسن اباد شو ډېر خلوص مې وفا څومره ناديدۀ کړه چې پۀ هر پۍ مخي ګران هر ښکلے داد شو يوه لحظه مې مړ،پۀ بل ژوندے کړي ستا نظر هم مسيحا شو هم جلاد شو دَ حالاتو شيريني به ترې قُربان شي خو که چا تې… Read more

نۀ مې ساقي نۀ مې شراب يادېږي

نۀ مې ساقي نۀ مې شراب يادېږي ما ته دَ يار دَ مخ ګُلاب ياديږي څوک چې پاکي دَ پرښتو ياده کړي مونږ ته جانان خانه خراب ياديږي پۀ خاموشۍ کښې مې نغمې خوښې دي پۀ تنهايۍ کښې مې رباب ياديږي زمونږ مئينو پۀ مسلک کښې خو ژوند ځواني،مستي،حسن،شباب ياديږي … Read more

ستا مړوندونو ته مې لاس نۀ رسي

ستا مړوندونو ته مې لاس نۀ رسي دَ خوب خيالونو ته مې لاس نۀ رسي دَ زړۀ کاسه کښې دَ زړۀ وينې څښمه ساقي جامونو ته مې لاس نۀ رسي دَ زړۀ غوښتنې مې پۀ زړۀ پاتې شي دَ بامونو ته مې لاس نۀ رسي پۀ خپل تار تار ګرېوان مې زړۀ وسوځي دَ چا لاسونو ته مې لاس نۀ … Read more

که ګُلستان او که صحرا لټووم

که ګُلستان او که صحرا لټووم تا پسې ګرځمه او تا لټووم دا بې خودي ده که دَ خود انتها چې پۀ هر څۀ کښې ستا رضا لټووم ستا دَ تيارو زُلفو دُعا اخلمه ستا دَ جبين پۀ رڼا تا لټووم ستا پۀ هوښيارو سترګو ژوند سپارمه خپل لېوني زړۀ له دوا لټووم سپرلے خوَ… Read more