دَ ګُل ځواني دَ ګُلبدن جولۍ کښې نۀ ځائېږي
ستا دَ ښائيست سپرلے دَ فن جولۍ کښې نۀ ځائېږي

ستا دَ هوښيارو لېونو سترګو دَ حُسن ډيوې
دَ عقل و هوش دَ انجمن جولۍ کښې نۀ ځائېږي

مونږه خړوب کړه دَ زلمو زړونه پۀ ګرمو وينو
اوس به ګُلونه دَ ګُلشن جولۍ کښې نۀ ځائېږي

زۀ امن غوړم ،حُسن غواړم خو پۀ ټوله نړۍ
دَ زړۀ درزا مې دَ وطن جولۍ کښې نۀ ځائېږي

دَ حوصلې ساه پۀ کيندو دَ صبر زړۀ پرېوځي
نور انتظار ستا دَ مئين جولۍ کښې نۀ ځائېږي

دَ ژوند پۀ سترګو کښې دَ وخت دَ درد و غم بڅري
نور دَ خوبونو دَ خوږلن جولۍ کښې نۀ ځائېږي

زمونږ دَ نن مظلوميت سبا ته وار نۀ کوي
دَ وخت دَ نن ظلم دَ نن جولۍ کښې نۀ ځائېږي