ستا دَ جبين دَ تماشو نه لوګے
ژوند مې دَ حُسن دَ ورشو نه لوګے

سپرلے دې ستا دَن پېغلتوبه زار شي
ګُلونه ستا دَ اننګو نه لوګے

پۀ زړۀ ګُلونه هم ازغي وروي
ستا دَ نظر دَ پسرلو نه لوګے

ستا دَ قامت سيورے پۀ سر غواړمه
ستا دَ رُخسار دَ سرو غرمو نه لوګے

چې دَ احساس پۀ صحرا شپې روڼَوي
دَ محبت دَ لېونو نه لوګے

مونږ دَ وفا سترګو ته ژوند خاورې کړو
مونږه ځوانۍ کړي دَ پُښتو نه لوګے

ستا دَ احساس دَ رڼا تار صابره
دَ چا دَ حُسن دَ لمبو نه لوګے