پۀ فطرت کښې مې مستي ده اضطراب دے
چې مې خُوږ پۀ مېخانۀ زړۀ پۀ ګُلاب دے

دَ ځوانۍ او دَ سپرلي خطا دَ خېر ده
پۀ دې ورځو کښې دَ شُونډو څښل ثواب دے

پۀ ګردش پۀ حرکت کښې هسې نۀ يم
دَ موسم پۀ طبيعت کښې انقلاب دے

دَ ګُّناه دَ نعمتونو خبر نۀ شو
پۀ واعظ او محتسب دَ خُدائے عذاب دے

دَ زړۀ سترګې مې دَ وخت له غمه خُوږ دي
ګنې څۀ دَ چا پړونے څۀ نقاب دے

دَ وعدې ملوکې لاس رانه چاپېر کړه
ګنې بيا مې دَ چا غېږ ته زړۀ خراب دے

انحصار ئې دَ ساقي پۀ سخاوت دے
لېونے صابر پۀ بس ،نۀ پۀ حساب دے