زۀ دَ خزانه بلد زۀ دَ پسرلو خبر يم
زۀ دَ ګُلونو سترګې زۀ دَ ګُلستان نظر يم

زما پۀ تمه دَ حالاتو دَ احساس محبوبه
زۀ منزل انتظار زۀ دَ قافلو سفر يم

زما نصيب دَ غم صحرا او دَ درونو رمې
زۀ دَ شپونکي نظر لوئے شوے دَ احساس پۀ غر يم

تۀ دَ نفرت تۀ دَ غرور تۀ دَ وحشت ملګرے
زۀ دَ جانان دَ بڼو شوخ زۀ دَ انصاف لښکر يم

زۀ دَ حالاتو دَ تيارو دَ سر غرور ماتووم
زۀ پۀ سپوږمۍ مئين يم زۀ دَ کهکشان رهبر يم

ستا دَ قامت سيورے مې ټول عمر پۀ سر ولاړ وي
که دَ حسرت پۀ غرمو پروت که دَ ارمان پۀ نمر يم