دَ حسن دَ ګلونو دَ رنګونو بلې شمعې
دَ غرونو د ښائست پۀ ګړنګونو بلې شمعې
دَ نوې پېغلتوب پۀ بام ولاړې جادوګرې
پۀ زړۀ کښې دَ شاعر دَ مُحبت نوې سندرې
منم چې تۀ دَ ډېرو خوشحالو سره نا اشنا یې
دَ نوې ژوند دَ نویو رنګینو سره نا اشنا یې
منم چې ستا پۀ ژوند کښې به بلها څیزونه کم وي
منم چې ستا په زړۀ به دَ بلها څیزونو غم وي
منم چې ته به ډېرو رڼاګانو تۀ پسخېږې
منم چې تۀ به ډېرو ادا ګانو ته پسخېږې
منم چې ستا دَ کلي پۀ کورونو کښې تیارې دي
منم چې ستا جامې لږې خیرنې دي زړې دي
خو تۀ دَ خپل ښائست د پېغلتوبه خبر نۀ یې
خو تۀ دَ خپل تهذیب دَ سړیتوبه خبر نۀ یې
تۀ دلته دَ فطرت دَ رنګینو پۀ غېږ کښې اوسې
تۀ دلته دَ قدرت دَ تماشو پۀ غېږ کښې اوسې
تۀ دلته بله شمع دَ رنګونو دَ قیامت یې
تۀ دلته کښې ښایست یې لېونتوب یې محبت یې
تۀ دلته دَ رنګونو دَ ترخو اوبو خمار یې
تۀ دلته دَ خپل زړۀ دَ خپلې خوښې خپل اختیار یې
شپیلۍ وهې شپیلي وهې چې ګرځې په پټو کښې
چې زړۀ دې وشي ګډه شي دَ کلي پۀ کوڅو کښې
دَ خپل زړۀ خپلې خوښې دَ انا په تار غږېږې